په فرانسه کې د افغان ښځو د حقونو فعالانو د یو پرېکړهلیک په خپرولو سره له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو سیستماتیک محرومیت د جنسیتي اپارتاید په توګه په رسمیت وپېژني. هغوی د طالبانو د ځوابویلو او له دغې ډلې سره د اړیکو د عاديکولو د مخنیوي غوښتنه وکړه.
دغه غوښتنې د افغان ښځو د خبرو اترو بهیر په دویم کنفرانس کې مطرح شوې چې د فرانسې په الفورویل ښار کې جوړ شوی و. په دغه ناسته کې د ښځو د حقونو فعالانو، څېړونکو، خبریالانو، پوهنتون استادانو او د مدني بنسټونو استازو ګډون کړی و.
د غونډې ګډونوالو وویل چې له زدهکړې، کار، ګرځېدو او ټولنیز ګډون څخه د ښځو او نجونو بېبرخې کول د جنسیت پر بنسټ سیستماتیک ځورول او د بشریت ضد جنایت دی. دا ناسته د کلبه دوست ټولنې په نوښت او د الفورویل ښاروالۍ او د هزاره دیاسپورا شبکې په ملاتړ جوړه شوې وه.
په پرېکړهلیک کې له ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او د نړۍ له هېوادونو غوښتل شوي چې د جنسیتي اپارتاید پېژندلو لپاره هڅې وکړي او د افغان نجونو لپاره د زدهکړې پروګرامونه او بورسونه زیات کړي.
همدارنګه د بشري حقونو مدافعانو، خبریالانو او له ګواښ سره مخ مېرمنو لپاره د خوندي او قانوني لېږد لارو د برابرولو غوښتنه وشوه. ګډونوالو ټینګار وکړ چې د افغان ښځو پر حقونو هیڅ ډول معامله د منلو وړ نه ده.
سرچینه: په فرانسه کې د افغان ښځو د خبرو اترو بهیر د کنفرانس پرېکړهلیک
🌐