د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د غزې له خلکو سره د مرستې لپاره یې د پنځه سوه او دیرش ټنو په وزن یوه جوپه لیږلې ده. دا مرستندویه کڅوړه کولی شي په غزه کې شاوخوا دوه ویشت زره کورنۍ تر پوښښ لاندې راولي.
د دې مرستو ارزښت نیم میلیون ډالر اټکل شوی او په کې خوراکي توکي کالي او نور اړین توکي شامل دي. ورته مهال د بهرنیو چارو وزارت په غزه کې له ښکیلو غاړو غوښتي چې د دایمي اوربند لپاره جدي هڅې وکړي.
دا مرستې په داسې حال کې لیږل کیږي چې د افغانستان ډیری وګړي له سختو اقتصادي ستونزو او لوږې سره مخ دي. نړیوالو بنسټونو په وار وار په افغانستان کې د ناوړه وضعیت په اړه خبرداری ورکړی دی.
#غزه #طالبان #افغانستان #مرستې
🌐