د اسپانیا د بهرنیو چارو وزیر خوزه مانویل البارس بوئنو د دوشنبې په ورځ په مادرید کې د «زموږ غږ واورئ» د څلورمې ناستې په ترڅ کې د «د افغان ښځو او نجونو لپاره د یو میلیون غږونو» کمپاین لاسلیک کړ. ښاغلي البارس د دغه پرېکړهلیک له لاسلیک کولو وروسته د «ازادۍ او عدالت لپاره، د افغان ښځو لپاره» شعار ورکړ او د هغوی له غوښتنو یې خپل بشپړ ملاتړ څرګند کړ.
دا نړیوال کمپاین د دې لپاره پیل شوی چې د افغان مېرمنو او نجونو د بنسټیزو حقونو د خوندي کولو په موخه یو میلیون لاسلیکونه راټول کړي. د غونډې تنظیموونکو له ملګرو ملتونو او د نړۍ له هېوادونو وغوښتل چې د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پېژني او د ښځو پر وړاندې د لګېدلو بندیزونو د ختمولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
د دغه کمپاین په اعلامیه کې راغلي چې هېوادونه باید له طالبانو سره هر ډول ډیپلوماټیکې اړیکې د ښځو د حقونو د وضعیت له ښه کېدو سره مشروطې کړي. دغه راز په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونکو د قضايي تعقیب او د عدالت د پلي کېدو غوښتنه هم شوې ده.
په سیاسي تصمیمونو کې د مېرمنو مستقیم ګډون، د بشردوستانه ویزو زیاتوالی، د خطر سره مخ ښځو لپاره د خوندي لېږد پروګرامونه، په نړیوالو قوانینو کې د جنډر اپارټایډ په رسمیت پېژندل او د ښځو د زدهکړې او کار ملاتړ لپاره د ځانګړي صندوق جوړول د دې غونډې مهمې غوښتنې وې.
د اسپانیا د بهرنیو چارو وزیر وویل چې مادرید به هېڅکله د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پېژني، ځکه دغه ډلې خپلو نړیوالو ژمنو ته درناوی نه دی کړی. البارس بوئنو ټینګار وکړ چې د افغان ښځو حقونه باید د سیاسي معاملو یا معاملې وسیله ونه ګرځي او اسپانیا د بشریت ضد جنایتونو په کنوانسیون کې د جنډر اپارټایډ له ځایولو ملاتړ کوي.
د «زموږ غږ واورئ» دوه ورځنۍ ناسته د اسپانیا د بهرنیو چارو وزارت په نوښت او د فوزیه کوفي په مشرۍ د «ښځې د افغانستان لپاره» بنسټ په همکارۍ جوړه شوې وه. په دې ناسته کې فعالانو، ډیپلوماټانو او نړیوالو کارپوهانو د ښځو له لارې د عدالت او تلپاتې سولې د ترلاسه کولو په لارو چارو خبرې وکړې.
سرچینه: د مادرید ناسته
🌐