د نوبل د سولې جایزې ګټونکې او نامتو حقوقپوهې ناوي پیلای د مادرید په څلورمه ناسته کې وویل چې په افغانستان کې به د «جنډري اپارتاید» پر وړاندې مبارزه د سویلي افریقا په څېر بریا ته ورسیږي او دا نظام به یوه ورځ پای ومومي.
مېرمن پیلای، چې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنره وه، په خپله انلاین وینا کې وویل چې د کابل له سقوط نږدې پنځه کاله وروسته د افغان ښځو او نجونو وضعیت نه دی ښه شوی او د طالبانو حکومت لګولي محدودیتونه پر ځای پاتې دي.
نوموړې څرګنده کړه چې له هرو ۱۰ افغان مېرمنو څخه اته یې کار او زدهکړو ته لاسرسی نه لري. د هغې په وینا، له اساسي حقونو څخه د ښځو بېبرخې کول په کلتور یا دین نه شي توجیه کېدای.
دې پخوانۍ نړيوالې چارواکې په هاګ کې د نړيوالې جنايي محکمې له لوري د ۲۰۲۵ کال په جولای کې د طالبانو د ځینو مشرانو د نیولو د حکم غوښتنې ملاتړ وکړ او ویې ویل چې د ښځو د حقونو سرغړونکي باید محاکمه شي.
پیلای همداراز په عام محضر کې د ښځو د سنګسار په څېر سزاګانو ګواښونه د انساني کرامت خلاف وبلل او ټینګار یې وکړ چې د طالبانو د ځواب ویلو هڅې باید د خپله افغان ښځو په محوریت پر مخ یووړل شي.
نوموړې د افغان ښځو د کورنیو ټولګیو او مبارزې ستاینه وکړه او ویې ویل چې ښځې د ژغورنې په تمه قربانیانې نه، بلکې د بدلون راوستونکې دي. هغې له نړۍ وغوښتل چې د افغان مېرمنو تر څنګ ودریږي.
سرچینه: د مادرید ناسته
🌐