د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې مریم سلیمان‌خېل په مادرید کې په یوه غونډه کې وویل، که څه هم د طالبانو ډېری غړي پښتانه دي، خو دا په دې معنی نه ده چې ټول پښتانه د طالبانو له افکارو او کړنو سره موافق دي.

نوموړې د «زموږ غږ واورئ» تر سرلیک لاندې ناسته کې وویل چې د طالبانو حکومت د خپلو سیاستونو او په ځانګړي ډول د نجونو پر زده‌کړو د بندیز د توجیه لپاره له دین او کلتور څخه ناسمه ګټه اخلي. هغې زیاته کړه چې زده‌کړه د ټولو مېرمنو حق دی او اسلام هم د ښځو د زده‌کړو ملاتړ کوي.

سلیمان‌خېل چې د جمهوریت پر مهال د کوچيانو استازې وه، وویل چې د خپل کار پر مهال یې لیدلي چې څنګه خلک د ناسمو تبلیغاتو تر اغېز لاندې راتلل. هغې د ډیورند کرښې پورې غاړه په پاکستان کې دیني مدرسې د توندلارۍ اصلي سرچینه وبللې او په هغه هېواد کې یې د شاوخوا ۳۰ زره دیني مدرسو شتون ته اشاره وکړه.

هغې همداراز پاکستان په سیمه کې د ناامنیو او د وسله‌والو ډلو د فعالیتونو مسوول وګڼلو او د دغه هېواد د ځواب‌وینې غوښتنه یې وکړه. هغې د تحریک طالبان پاکستان، طالبانو، لشکر طیبه او نورو وسله‌والو ډلو یادونه وکړه.

پخوانۍ استازې ټینګار وکړ چې د طالبانو غړیتوب او پښتون‌والی دوه جلا مسئلې دي او باید د طالبانو د کړنو پړه پر ټول پښتون قوم ونه اچول شي.

هغې د اسلامي همکاریو له سازمان او دیني عالمانو وغوښتل چې د افغان مېرمنو د حقونو په دفاع کې خپل مسوولیت ادا کړي او د دوی پر وړاندې بې‌تفاوته پاتې نه شي.

د «زموږ غږ واورئ» دوه ورځنۍ ناسته د هسپانیې د بهرنیو چارو وزارت په نوښت او د «ښځې د افغانستان لپاره» بنسټ په همکارۍ د ۱۴۰۵ کال د لیندۍ په لومړۍ او دویمه نېټه په مادرید کې ترسره شوه، چې د نجونو پر زده‌کړو او د ښځو پر حقونو پکې خبرې وشوې.

سرچینه: په مادرید ناسته کې د مریم سلیمان‌خېل څرګندونې

🌐

Author