د روسیې د سوداګرۍ او صنایعو خونې اعلان کړی چې مسکو او د طالبانو حکومت افغانستان ته تر ۲۰۰ میلیونه ډالرو پورې د روسي توکو پر صادرولو هوکړې ته رسېدلي دي.

د دې ادارې په وینا، دا هوکړې په کابل کې د روسیې او افغانستان د سوداګریزې ناستې پر مهال او د روسیې د لومړي وزیر د مرستیال له سفر وروسته لاسلیک شوې دي.

د روسیې د سوداګرۍ او صنایعو په خونه کې له افغانستان سره د همکارۍ شورا رئیس دیمیتري انتونوف د تاس خبري اژانس سره په خبرو کې وویل چې دا شورا د طالبانو حکومت او د یوریشیا د اقتصادي کمیسیون ترمنځ د اړیکو د ټینګولو په اړه د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اورچوک د وړاندیز ملاتړ کوي.

د هغه په وینا، دا وړاندیز د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره پر وخت او مهم ګام دی او د داسې اړیکو رامنځته کول به د سوداګریزو راکړو ورکړو په لړ کې د شرکتونو عملي ستونزو په حل کې مرسته وکړي.

الکسي اورچوک د لړم پر ۲۱مه د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته سفر وکړ او هلته یې د طالبانو حکومت له رئیس‌الوزرا، د هغه له مرستیال او د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل.

د روسیې د لومړي وزیر مرستیال څرګنده کړه چې روسي شرکتونو افغانستان ته د غلو دانو، اوړو، درملو او د برښنا د تجهیزاتو د لېږلو لپاره د قراردادونو یوه لویه ټولګه لاسلیک کړې ده.

سرچینه: د تاس خبري اژانس

🌐

Author