په کندهار ولایت کې یوې ۲۶ کلنې مېرمنې ویلي چې د خپل مېړه له سخت تاوتریخوالي او وهلو ټکولو وروسته یې د طالبانو محکمو او امر بالمعروف ادارې ته په پرله‌پسې توګه مراجعه کړې، خو هېڅ قانوني اقدام نه دی شوی او یوازې د جوړجاړي مشوره ورکړل شوې ده. مدینه وايي د بې‌وسۍ له امله یې څو ځله د ځانوژنې هڅه کړې ده.

د افغانستان انټرنشنل د راپور له مخې، مدینه په ۱۴ کلنۍ کې واده شوې او په تېرو ۱۲ کلونو کې د مېړه او خسرګنۍ له لوري تل له سپکاوي او وهلو ټکولو سره مخ وه. هغې زیاته کړه چې د خوړو پر سر یوې لفظي شخړه کې مېړه د بخار دېګ پر سر وهلې چې له امله یې د سر هډوکی مات شوی او اوس له حافظې او روغتیايي ستونزو سره مخ ده.

مدینې وویل د طالبانو قاضیانو هر ځل ورته ویلي چې کور ته ولاړه شي او مېړه به یې راوغواړي، خو هېڅکله یې احضار نه کړ. د طالبانو د امر بالمعروف ادارې هم له احضار وروسته هغې ته له خپل خاوند سره د جوړجاړي سپارښتنه کړې ده. هغې وویل په اروزګان کې د خاطرې په نوم مېرمن هم له ورته برخلیک سره مخ ده او د طلاق غوښتنه یې نه منل کېږي.

په سویلي ولایتونو کې مېرمنې څرګندوي چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته ملاتړو ادارو او حقوقي مشورو ته لاسرسی بند شوی دی. د ناروې د کډوالو شورا د حقوقي مرستو د څانګې کارکوونکو ویلي چې د دوی پروګرام د سپټمبر په میاشت کې د طالبانو عدلیې وزارت له لوري وځنډول شو.

سرچینې زیاتوي چې محکمې عریضو ته د پر وخت رسېدنې پر ځای یوه یا دوه میاشتې وروسته وخت ورکوي، چې دا کار د مېرمنو لپاره په تاوتریخوالي ډک کور کې د ژوند ژواک ګواښ زیاتوي. همدارنګه د مېرمنو د مشکوکو مړینو او ځانوژنو د اصلي انګېزو پټ ساتلو لپاره پر کورنیو فشار راوړل کېږي.

تر دې مخکې د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ د ۲۰۲۵ کال په اګست کې وویل چې طالبانو د ۲۷۰ ښځینه قاضیانو په لرې کولو عدلي نظام د ښځو د ځپلو پر وسیله بدل کړی او هېڅ ښځینه وکیله پاتې نه ده. ملګرو ملتونو د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي ۱۶ ورځنی کمپاین هم پیل کړی دی.

سرچینه: افغانستان انټرنشنل

🌐

Author