په استرالیا کې افغانتبارې سناتورې فاطمې پیمان د دغه هېواد د سنا مجلس د غونډې پر مهال خپله نوزېږې لور په غېږ کې نیولې وه او وینا یې وکړه.
دغه اقدام په ټولنیزو شبکو کې له بېلابېلو غبرګونونو سره مخ شو او ګڼو کاروونکو دا چاره د سیاسي چارو او مورولۍ د مسؤلیتونو د یوځای کولو یوه ښکاره بېلګه وبلله.
فاطمه پیمان چې تر دې وړاندې له واکمن کارګر ګوند څخه وتلې وه او اوس د خپلواکې سناتورې په توګه فعالیت کوي، د سهشنبې په ورځ خپله لور د سنا تالار ته ورسره بېولې وه.
نوموړې د غونډې په جریان کې په داسې حال کې چې ماشومه یې په غېږ کې وه، د یوې مسودې د څېړلو پر مهال د ویناوالۍ ځای ته ولاړه او خپل نظر یې څرګند کړ.
په انټرنیټي شبکو کې خلکو د دغه کار هرکلی وکړ او ویې ویل چې د پالیسي جوړونې په ادارو کې د کارکوونکو میندود ستونزو درک کول او د ورته کړنو عادي کېدل اړین دي.
مېرمن پیمان همدارنګه د پارلمان په انګړ کې د خپلې لور یو عکس په خپل انستاګرام اکاونټ کې خپور کړی دی.
د استرالیا د سنا د اصولو له مخې، سناتوران کولی شي د مشرتابه په اجازې خپل واړه ماشومان د لنډ وخت لپاره تالار ته راولي، خو په دې شرط چې د چارو خنډ نه شي.
فاطمه پیمان په ۲۰۲۲ زېږدیز کال کې د استرالیا پارلمان ته لاره پیدا کړه او لومړنۍ افغانتبارې او باحجابه مسلمانه سناتوره شوه.
سرچینه: ټولنیزې شبکې
🌐