د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې په مکه مکرمه کې یې د نشهيي توکو د قاچاق په تور د درېیو پاکستاني وګړو د اعدام حکم پلی کړی دی. دغه وزارت ویلي چې دغو کسانو سعودي عربستان ته هیروئین قاچاق کړي وو.
د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې امنیتي ځواکونو دا درې واړه پاکستاني اتباع د هڅو پر مهال نیولي او اړوندو ادارو ته یې سپارلي وو.
د یاد وزارت په وینا، تر پلټنو وروسته پر دغو کسانو د نشهيي توکو د قاچاق تور ثابت شو او د هغوی دوسيې د پرېکړې لپاره واکمنې محکمې ته واستول شوې.
محکمې د تورونو له ثابتېدو وروسته د عظمت علي محمدعلي، نسیم دلوار خان او نیاز محمد دوست محمد په نومونو د دغو درېیو کسانو د اعدام حکم صادر کړ. دغه حکم د استیناف محکمې او وروسته د سعودي سترې محکمې له خوا هم تایید شو.
د سعودي د کورنیو چارو وزارت زیاته کړه چې د دغو کسانو د اعدام حکم د ۲۰۲۶ کال د نوامبر په ۲۴مه نېټه په مکه کې پلی شو.
دغه وزارت ټینګار کړی چې د دې ګامونو موخه د نشهيي توکو له ګواښونو څخه د هېواد د وګړو او اوسېدونکو ژغورل او د قاچاق او پلور پر وړاندې کلکه مبارزه ده.
سرچینه: د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت
🌐