د ترکیې په مرکزي برخه کې د روزنیزې الوتنې پر مهال د هوايي ځواکونو د یوې پوځي چورلکې د لوېدو له امله پنځه پوځیان وژل شوي دي.
د اناتولي خبري اژانس د ترکیې د دفاع وزارت په حواله خبر ورکړی چې دا پېښه د سهشنبې په ورځ د لیندۍ پر ۳مه نېټه رامنځته شوې ده.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، دغه چورلکه د «ایاس-۵۳۲» ډوله وه چې د اسکیشهر ولایت څخه تر الوتنې لږ وروسته راوغورځېده.
د ترکیې دفاع وزارت د چورلکې د ټولو پنځو سپرو پوځیانو مړینه تایید کړه او هغوی یې خپل اتلان ملګري یاد کړل.
تر اوسه پورې د دې پېښې د دقیق لامل او تخنیکي ستونزو په اړه رسمي چارواکو ډېر جزئیات نه دي خپاره کړي.
دا په دوو اونیو کې د ترکیې د پوځي چورلکو دویمه مرګونې پېښه ده؛ تر دې وړاندې د لړم پر ۲۱مه په مالاتیا ولایت کې د یوې بلې چورلکې د لوېدو له امله څلور پوځیان وژل شوي وو.
سرچینه: د اناتولي خبري اژانس
🌐