د ایران د سپاه پاسداران سمندري ځواک ویلي چې دوه تېل لېږدوونکې بېړۍ د هرمز له تنګي څخه د تېرېدو پر مهال له سمندري ماینونو سره د ټکر له امله چاودلې دي.

د سپاه پاسداران د سمندري ځواک عامه اړیکو نن چهارشنبه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه بېړۍ د هرمز تنګي په سویل او ختیځو څنډو کې له «غیرمجاز لارې» څخه روانې وې.

د خبرپاڼې له مخې، د ماینونو له چاودنې وروسته د دواړو بېړیو د انجن په خونو کې اور لګېدلی دی.

له یوې میاشتې ډېره موده کېږي چې د ایران سپاه پاسداران په پرله‌پسې توګه په هرمز تنګي کې د سمندري ماینونو د چاودنو او بېړیو ته د زیان اوښتو راپورونه ورکوي.

خو د سپاه پاسداران دا ډول ادعاوې د خپلواکو نړیوالو سرچینو له لوري تر اوسه په بشپړه توګه نه دي تایید شوې.

بل لور ته، د بریتانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو مرکز چې په سیمه کې د بېړیو تګ‌راتګ څاري، د دغو پېښو په اړه بېل نظر څرګند کړی دی.

دغه بریتانوي مرکز ویلي چې ځینې بېړۍ ښايي د ویشتل شویو وسلو، په ځانګړي ډول د هغو بې‌پیلوټه الوتکو له لوري په نښه شوې وي چې د ایران له لوري توغول کېږي.

سرچینه: د ایران د سپاه پاسداران سمندري ځواک او د بریتانیا د سمندري سوداګرۍ عملیاتي مرکز

🌐

Author