په کابل ښار کې د ځمکنيو اوبو کمښت او د څاه ګانو وچېدو د اوسېدونکو لپاره د څښلو اوبو موندل ستونزمن او ګران کړي دي. ډېرې کورنۍ اړې دي چې اوبه له ټانکرونو په لوړه بیه واخلي.اوسېدونکي وايي چې د ځمکنيو اوبو بې رویه را ایستل او د ښار پراختیا دا ستونزه لا پسې زیاته کړې ده. په لویو حوضونو او کارواشونو کې د اوبو لګښت هم پر سرچینو فشار زیاتوي.د اقتصادي ستونزو له امله ځینې ماشومان د ښوونځي پر ځای پلاستیک راټولوي او پلوري. کورنۍ د دې عاید په وسیله د څښلو اوبه برابروي.#کابل #د_اوبو_بحران #ماشومان #افغانستان

🌐

Author