د سکاټلنډ کرکټ بورډ اعلان کړی چې د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو پر حقونو د لګېدلو محدودیتونو په غبرګون کې یې له افغانستان سره دوه اړخیزې کرکټ سیالۍ ځنډولې دي. د دغه بنسټ له پرېکړې سره سم، سکاټلنډ به یوازې د کرکټ د نړیوالې شورا په رسمي او څو اړخیزو ټورنمنټونو کې د افغانستان پر وړاندې میدان ته ووځي.

د سکاټلنډ کرکټ فدراسیون د معلوماتو له مخې، دا پرېکړه د بشري حقونو د اندېښنو او په ځانګړي ډول د افغان مېرمنو او نجونو د بد وضعیت له امله شوې ده. دغه بنسټ ټینګار کړی چې په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال راهیسې روان شرایط د ازادو دوه اړخیزو لوبو د دوام اجازه نه ورکوي.

واک ته د طالبانو له بیا رسېدو راهیسې ښځې او نجونې له هر ډول ورزشي فعالیتونو منع شوې دي او د زده‌کړې او کار پر حقونو یې هم سخت بندیزونه لګېدلي دي. د طالبانو حکومت چارواکو په پرله‌پسې ډول ویلي چې د هېوادوالو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي او دا د هېواد کورنۍ چاره بولي.

تر دې وړاندې اسټرالیا او انګلستان هم له افغان کرکټ لوبډلې سره خپلې دوه اړخیزې لوبې ځنډولې وې او سکاټلنډ درېیم هېواد شو چې دا ګام پورته کوي. که څه هم افغانستان له ۲۰۱۷ کال راهیسې د کرکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب لري، خو د ښځینه لوبډلې نشتوالی د دې ادارې له مهمو ننګونو څخه ګڼل کېږي.

د سکاټلنډ بورډ زیاته کړې چې دا تګلاره به هر کال یو ځل یا هم د کرکټ نړیوالې شورا له نویو پرېکړو او په افغانستان کې د وضعیت له بدلون سره ارزول کېږي. د یادونې ده چې د ۲۰۲۱ کال د شل اوریز نړیوال جام راهیسې دواړو لوبډلو ترمنځ هېڅ رسمي لوبه نه ده شوې او د افغانستان کرکټ بورډ تر اوسه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

په بیان کې دا هم راغلي چې د افغانستان کرکټ بورډ د تېر جولای او سپټمبر په میاشتو کې د سکاټلنډ د تمریني اسانتیاوو د کارولو غوښتنه کړې وه. د سکاټلنډ کرکټ بورډ څرګنده کړې چې د لوبغاړو تړونونو ته درناوی کوي، خو دا چاره په هېڅ ډول د طالبانو د پالیسیو د ملاتړ په معنا نه ده.

سرچینه: د سکاټلنډ کرکټ فدراسیون

🌐

Author