یوه پاکستاني دولتي سرچینې ادعا کړې چې په کونړ ولایت کې د چاودنې ځای د پاکستاني طالبانو تحریک لپاره د بم جوړولو مرکز و. د اسعداباد اوسېدونکو هم د چاودنې مخکې د الوتکو د غږونو اورېدو خبر ورکړی دی.بلخوا حمدالله فطرت ویلي چې چاودېدونکي توکي د کانونو د استخراج شرکت په زېرمه کې ساتل کېدل او د بې غورۍ له امله چاودنه شوې ده. سیمه ییز چارواکي د لسګونو زده کوونکو د وژل کېدو او د ۱۱۰ کسانو د ټپي کېدو خبر ورکوي.د پېښې دقیق لامل او د زېرمې اصلي مالک تر اوسه په خپلواکه توګه نه دي تایید شوي او شاوخوا کورونو او ښوونځي ته زیان رسېدلی دی.#کونړ #اسعداباد #چاودنه #افغانستان🌐

Author