امیر خان متقي له آریانا ټلوېزیون سره په مرکه کې وویل چې ډله یې د پاکستان بریدونو ته په حوصلې ځواب ورکوي او مهمه دا ده چې په پای کې څوک میدان ګټي. هغه د پاکستان پالیسي غیرمعقوله وبلله او ویې ویل چې اوس خبرې اترې نشته.نوموړي تهران ته د احمد مسعود سفر کم اهمیته وباله خو ایران ته یې اعتراض وکړ او له امریکا، روسیې او ایران سره د اړیکو په اړه یې خبرې وکړې.متقي ادعا وکړه چې د طالبانو واکمني ټولشموله ده، سیاسي بندیان او د داعش کورنی شتون نشته او داخلي اختلافات یې رد کړل.#طالبان #پاکستان #بهرنی_سیاست #افغانستان🌐
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر پر زغم او وروستۍ بریا ټینګار وکړ