د تخار ولایت د ورسج ولسوالۍ اوسیدونکي، په ځانګړې توګه د تګاب میان شهر سیمې خلک، د مخابراتي خدماتو له نشتون څخه شکایت کوي .
دوی د ویډیويي پیغامونو په استولو سره وايي چې په دې سیمه کې له شپږو ډیر کلي لا هم د موبایل او انټرنیټ له شبکو څخه محروم دي .
د سیمې خلک وايي چې له کلونو راهیسې له دې محرومیت سره مخ دي او غږ یې چا نه دی اوریدلی .
د اړیکو نشتوالی لامل شوی چې دوی په بیړنیو حالاتو او ورځنیو چارو کې له جدي ستونزو سره مخ شي .
د خلکو اصلي غوښتنه له مسوولینو او مخابراتي شرکتونو څخه د انتنونو فعالول او د دې ارتباطي انزوا پای ته رسول دي . مخابراتي خدماتو ته لاسرسی د ښاریانو لومړنی حق دی چې لا هم د افغانستان په ډیرو لرې پرتو سیمو کې نه دی تامین شوی .