د قطر هلال احمر او د بیل او میلینډا ګیټس بنسټ لخوا په دوحه کې د “افغانستان بشري شریکانو” تر نامه لاندې یو ورکشاپ جوړ شو چې تمرکز یې د پولیو په له منځه وړلو او بشري وضعیت و.
په دې ناسته کې د ملګرو ملتونو، سره صلیب او نړیوالو مرستندویانو استازو ګډون کړی و ترڅو په افغانستان کې د روغتیایی خدماتو د ښه والي په اړه خبرې وکړي.
د دې ناستې اصلي موخه د پولیو د پروګرام په اړه د تازه معلوماتو تبادله او د ۲۰۲۶ کال لپاره په لومړیتوب لرونکو سیمو کې د فعالیتونو پر پراختیا هوکړه وه.
د قطر هلال احمر مرستیال محمد بدر الساده ټینګار وکړ چې روغتیا د ثبات بنسټ دی او دوی په داسې پروګرامونو پانګونه کوي چې افغان میرمنو او ماشومانو ته بیړنۍ او اوږدمهاله ګټې ورسوي.
دا ورکشاپ د افغانستان د روغتیایی سیسټم د ملاتړ لپاره د بشردوستانه ډیپلوماسۍ یوه برخه ده.
د قطر هلال احمر ویلي چې د نړیوالو شریکانو په همکارۍ ژمن دی چې د ټولنو مقاومت پیاوړی کړي او د افغانستان تر ټولو اړمنو خلکو ته مرستې ورسوي.