له هرات څخه راغلي راپورونه وایي چې د طالبانو د امر بالمعروف محتسبین هغه ښځې چې د دوی په خوښه حجاب نلري، له موټرو کوزوي او په تاوتریخوالي یې نیسي.
دې چلند د دغه ولایت د اوسیدونکو ترمنځ د ویرې او وحشت فضا رامنځته کړې ده.
د ښځو له نیولو سربیره، طالبانو پر موټر چلوونکو هم فشار راوړی دی. هغه چلوونکي چې بې چادرۍ ښځې لیږدوي، د درنو نغدي جریمو سره مخ کیږي چې د دوی ژوند یې سخت کړی دی.
دا محدودونکي اقدامات په داسې حال کې زور اخلي چې نړیوالې ټولنې په وار وار په افغانستان کې د ښځو د حقونو او فردي آزادیو د رعایت غوښتنه کړې ده.
خو داسې بریښي چې په بیلابیلو ولایتونو کې سخت دریځي مخ په زیاتیدو ده .