د کابل پولیسو پخواني ویاند او مشهورې رسنیزې څیرې جنرال مبین، له څرخي پله زندان څخه په یو غږیز پیغام کې خپل نیول کیدل غیر عادلانه بللي.
هغه د طالبانو پر مشرتابه په سختې نیوکې سره وویل چې د قیامت په ورځ به ملا هبت الله د بې ګناه خلکو د زنداني کولو ځواب ورکوي.
مبین چې ویل کیږي پر پاکستان د نیوکې له امله نیول شوی، ټینګار وکړ چې د ظلم پر وړاندې چوپتیا روا نه ده.
هغه وویل چې د عقیدې د بیان له امله د خلکو زنداني کول له هغه اسلامي عدالت سره په ټکر کې دي چې طالبان یې ادعا کوي.
د دې غږیز فایل خپریدلو ډیر غبرګونونه پارولي او حتی د طالبانو د وفادارانو ترمنځ درز او نارضایتۍ ښیي. منتقدین وایي چې په اوسني نظام کې د نیوکې زغم ډیر ټیټ شوی دی .