د هند په اوتار پرادش ایالت کې د یو وزیر سختو څرګندونو د بالیوود د مشهور ستوري سلمان خان پر وړاندې نوی جنجال راپورته کړی دی. راګوراج سینګ په یوه وایرال شوې ویډیو کې سلمان خان «ملی ضد» بللی او له خلکو یې غوښتي چې د هغه فلمونه بایکاټ کړي. هغه ادعا کړې چې سلمان خان له پاکستان سره ډیره مینه لري .
په دې لنډه ویډیو کې وزیر په تنده لهجه وایي چې سلمان خان له هندیانو پیسې ګټي خو د پاکستان ملاتړ کوي. هغه حتی تر دې حده لاړ چې د دې لوبغاړي لپاره یې د سختې سزا غوښتنه وکړه. دې خبرو په ټولنیزو رسنیو کې توند غبرګونونه پارولي دي .
تر اوسه سلمان خان دغو تورونو ته کوم ځواب نه دی ویلی، خو د هغه مینه والو او د ټولنیزو رسنیو کاروونکو د دې دولتي چارواکي په ژبه او لهجه سختې نیوکې کړې دي. دا لومړی ځل نه دی چې د بالیوود ستوري د سیاستوالو له لوري د داسې لفظي بریدونو ښکار کیږي .

سلمانخان #بالیوود #سیاسيجنجال #هند #اوتارپرادش #سینما #ملیضد #راګوراج_سینګ #بایکاټ #خبرونه

Author