په فرانسه کې یوې جالبه څیړنې ښودلې چې آسونه کولی شي د انسان په خوله کې د ویرې بوی وپیژني. څیړونکو آسونو ته د هغو خلکو د بدن بوی ور وښود چې ویرونکي فلمونه یې لیدلي وو، او پام یې شو چې دا حیوانات ډیر ژر غبرګون ښیي او د زړه ضربان یې لوړیږي .
دا څیړنه ثابتوي چې ویره د بوی له لارې له انسان څخه حیوان ته لیږدیدلی شي. کله چې انسان ویریږي، په خوله کې یې ځانګړي کیمیاوي مواد پیدا کیږي چې آسونو ته د خطر سیګنال ورکوي. دا موندنې د آس ځغلوونکو او روزونکو لپاره ډیرې مهمې دي .
پوهان سپارښتنه کوي چې کله آسونو ته نږدې کیږئ، خپل آرام وساتئ، ځکه ستاسو احساسات په مستقیم ډول د حیوان په چلند اغیزه کوي. ډاکټر پلاټین جارډاټ وایي که څه هم موږ نشو کولی د خپل بدن بوی کنټرول کړو، خو د آسونو ځای ته د ننوتلو مخکې آرام اوسیدل کولی شي له دې هوښیارو حیواناتو سره اړیکه ښه کړي .

آس #حیوانات #ساینس #بیولوژي #ویره #طبیعت #نويمعلومات #څیړنې #آسځغلونه #پوهه

Author