په ایران کې د وروستیو ناخوالو او لاریونونو په ترڅ کې، په تهران کې د یوې هندي محصلې ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کیږي.
هغې په دې ویډیو پیغام کې خپلې کورنۍ ته ډاډ ورکړی چې روغه جوړه ده او وایي: «زه ژوندۍ یم». دا ویډیو په داسې حال کې خپره شوې چې هند له خپلو وګړو غوښتي چې له ایران څخه ووځي .
دا محصله د ماښام له ۶ بجو وروسته د ګرځبندیز او د انټرنیټ د بندیدو په اړه خبرې کوي او وایي چې د خوندیتوب لپاره په کور کې پاتې کیږي. هغه زیاتوي چې لاریونونه ډیر اقتصادي اړخ لري او هغې کافي اوبه او خواړه ذخیره کړي دي. د هغې پیغام په هند کې د خپلې کورنۍ د اندیښنو د کمولو یوه هڅه ده .
هندي چارواکو او د جمو او کشمیر د وزیر اعلی دفتر ویلي چې په ایران کې د خپلو محصلینو وضعیت له نږدې څاري. هغوی بیړنۍ شمیرې اعلان کړي او په تهران کې د هند له سفارت سره په اړیکه کې دي ترڅو خپلو وګړو ته اسانتیاوې برابرې کړي .