په کابل کې د جاپان سفارت شارژدافیر د کډوالو چارو له وزیر سره په لیدنه کې ژمنه کړې چې هېواد به یې ۱۹.۵ میلیونه ډالره د کډوالو او بشري چارو لپاره مرسته وکړي.
جاپان د طالبانو له راتګ وروسته تر اوسه ۵۵۰ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.
ملګرو ملتونو ویلي چې په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۲.۶ میلیونه کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.
د کډوالو په زوره ایستل او بېرته راتګ د افغانستان پر کمزوري اقتصاد او سرچینو دروند پېټی دی.
د طالبانو د کډوالو چارو وزیر له جاپان څخه وغوښتل چې د راستنېدونکو لپاره د کار زمینه برابره کړي.
له پاکستان او ایران څخه د افغانانو ایستل په هېواد کې بشري ناورین نور هم ژور کړی دی.