د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان اوسنی وضعیت “غمجن او د اندېښنې وړ” بللی دی . هغه په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې ناامنیو ته په اشاره وویل چې د عمران خان په انفرادي بند کې ساتل د پاکستان سیاسي بحران نور هم پیچلی کړی دی .
خلیلزاد وړاندیز کړی چې پاکستان باید یوې خپلواکې ډلې ته اجازه ورکړي چې د بحران د حل لپاره لارې چارې ولټوي . هغه خبرداری ورکړ چې که د پاکستان واکمن قشر نوي او جدي ګامونه پورته نه کړي، نو ددې هېواد راتلونکی به له سترو ګواښونو سره مخ شي .