د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په یوه جدي خبرپاڼه کې له خپلو اتباعو غوښتي چې د ناامنۍ له کبله ژر تر ژره له ایران څخه ووځي. یاد وزارت خبرداری ورکړی چې په سیمه کې د خپل سري نیول کېدو او پوځي نښتو خطر زیات شوی او په تهران کې د جرمني سفارت یوازې محدود خدمات وړاندې کولی شي.
په دې خبرتیا کې د ایران امنیتي وضعیت «ډېر بې ثباته» بلل شوی او اتباعو ته سپارښتنه شوې چې له غونډو لیرې واوسي. جرمني چارواکو د امنیتي ځواکونو تاوتریخوالي او د انټرنیټ پرې کېدو ته په اشارې ټینګار کړی چې د الوتنو د لغوه کېدو یا د هوايي حریم د تړل کېدو احتمال شته.
دا خبرداری په داسې حال کې ورکول کیږي چې په سیمه کې تاوتریخوالی زور اخیستی دی. جرمني له خپلو وګړو غوښتي چې امنیتي لارښوونې جدي وګڼي او حساس ځایونو ته له نږدې کېدو یا عکس اخیستلو ډډه وکړي ترڅو له احتمالي خطرونو خوندي پاتې شي.