لینا روزبه، افغان خبریالې او فعالې، د نوریې په نوم د یوې نجلۍ د ویډیو په خپرولو سره د طالبانو تر واک لاندې د ښځو په بد وضعیت سختې نیوکې کړې دي. هغه د دې نجلۍ لړزېدلي غږ او ډار ته په اشاره سره وایي چې نوریه د هغو میلیونونو نجونو استازې ده چې د خپلې کورنۍ نفقه ګټونکې دي خو د ظلم په لومه کې بندې پاتې دي.

آغلې روزبه په خپل دې پیغام کې د طالبانو لابیګران او ملاتړي د دې ډلې په جنایتونو کې شریک بللي دي. هغه پوښتنه کوي چې د دغو کسانو وجدان څنګه اجازه ورکوي چې د داسې ستر ناورین پر وړاندې چوپ پاتې شي او یا د طالبانو ستاینه وکړي، په داسې حال کې چې ولس له سختو ستونزو سره مخ دی.

دغه فعاله خبرداری ورکوي چې بې ګناه نجونو ته هر ډول زیان یا وژنه د هغو کسانو پر مخ تور داغ دی چې د عدالت غږ خپوي. هغه اوسنی وضعیت د هغو کسانو لپاره یو اخلاقي سقوط بولي چې د افغانستان پر ترخو واقعیتونو او د خلکو پر دردونو یې سترګې پټې کړې دي.

Author