د روژې د مبارکې میاشتې په رارسیدو سره، د کابل اوسیدونکي د بېکارۍ او د خوراکي توکو د بیو له لوړیدو سخت اندیښمن دي. ډیری کورنۍ وايي چې د ثابت عاید نشتوالي له امله د پیشلمي او روژه ماتي لپاره د لومړنیو توکو د پیرلو وس نه لري او په تشو لاسونو د دې میاشتې هرکلی کوي .
د دولت پخواني کارکوونکي او لوستي ځوانان د هغو کسانو په ډله کې دي چې تر ټولو ډیر زیانمن شوي دي. خلک وايي حتی د درنو کارونو موندل هم ګران شوي او خصوصي شرکتونه ډیر کله د خپلوۍ پر بنسټ خلک ګماري. د روژه ماتي پر مهال د ماشومانو هیله منو سترګو ته د پلرونو اندیښنه د دې بحران تر ټولو دردونکې برخه ده .
اقتصادي کارپوهان خبرداری ورکوي چې د پانګونې او فابریکو جوړولو پرته به د بې وزلۍ لړۍ روانه وي. د ملګرو ملتونو شمېرې ښيي چې په افغانستان کې میلیونونه کسان د خوړو له نشتوالي سره مخ دي او د سږ کال روژه به د خلکو لپاره یو سخت ازمیښت وي .

کابل #روژه #بېوزلي #بېکاري #اقتصاد #افغانستان #قیمتي #بشريبحران #ټولنه #افغان_ولس

Author