د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان د بیارغونې وجهي صندوق سره د جاپان د ۲.۸ ملیون ډالرو مرستې له امله د دغه هېواد له حکومت څخه مننه کړې ده. ښاغلي کرزي ویلي چې دا مرسته د اړمنو کسانو د لاسنیوي او د زیانمنو شویو خلکو د ژوند د ښه والي لپاره ډېره مهمه ده .
هغه جاپان د افغانستان د خلکو یو ښه دوست وباله چې په بېلابېلو سختو شرایطو کې یې له افغانانو سره مرسته کړې ده. د نوموړي په وینا، د جاپان بې سارې مرستې د ستاینې وړ دي او د دواړو ملتونو ترمنځ د ژورې ملګرتیا نښه ده .
دا مرستې په داسې حال کې کیږي چې افغانستان له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ دی او نړیوالو مرستو ته اړتیا لري. جاپان په تېرو لسیزو کې تل د افغانستان د بیارغونې او پرمختګ یو له مهمو مرستندویانو څخه پاتې شوی دی .