په افغانستان کې د روانو ګڼو بحرانونو په ترڅ کې، د «کوم افغانستان؟ یوې ښې راتلونکې ته د رسېدو لارې» تر عنوان لاندې یو نوی کتاب چاپ شوی دی. دغه اثر چې د ۱۴۰۴ کال په مرغومي میاشت (جنوري ۲۰۲۶) کې په بلجیم کې د خیام خپرندویې ټولنې لخوا خپور شوی، هڅه کوي چې د هېواد د راتلونکي ارزښتونو او جوړښتونو په اړه اساسي پوښتنې راپورته کړي .
د عامې روغتیا او دوامداره پراختیا څېړونکي، سخي بیراملي په دې کتاب کې افغانستان یوازې د یو بحران په توګه نه، بلکې د بیارغونې او ګډ ژوند لپاره د یو باظرفیته هېواد په توګه تحلیل کړی دی. لیکوال هڅه کوي چې ملي بحثونه د حکومتولۍ د بنسټونو د ژغورلو او ټولنیز ګډون لپاره د عملي لارو موندلو پر لور بوځي .
دا څېړنیز اثر په داسې حال کې خپریږي چې هېواد د مشروعیت له بحران او د بنسټونو له ړنګېدو سره مخ دی. بیراملي په خپل کتاب کې له اوسني وضعیت څخه د وتلو او یوه باثباته راتلونکي ته د رسیدو لپاره په سالمې مشرتابه او اغیزمنو جوړښتونو ټینګار کړی دی .