سرچینو خبر ورکړی چې د دوشنبې په سهار په کابل ښار کې د یو لړ شدیدو چاودنو او ډزو غږونه اورېدل شوي دي. دا پېښې په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د نښتو راپورونه هم ورکړل شوي دي .
د خلکو له اندېښنو او راپورونو سره سره، په کابل کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ هر ډول امنیتي پېښه رد کړې ده. هغه پر ایکس پاڼه لیکلي چې په پلازمېنه کې وضعیت عادي دی او هېڅ ستونزه نشته .
تر اوسه د دغو چاودنو د ځای او نوعیت په اړه کره معلومات نشته او طالبان هڅه کوي چې وضعیت آرام وښيي. خو د ښاریانو ترمنځ د جګړې د احتمالي پراخېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي .