د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون یو ځل بیا د دغه هیواد د دولتي چارو د رییس په توګه وټاکل شو. دولتي رسنیو راپور ورکړی چې دا پریکړه په پیونګ یانګ کې د خلکو د عالي شورا په لومړۍ غونډه کې شوې ده.
په دې غونډه کې د سوسیالیستي اساسي قانون د اصلاحاتو، د دولتي چارو د کمیسیون د رییس پر ټاکلو او نورو دولتي رهبري بنسټونو هم بحث او خبرې وشوې. د خلکو عالي شورا معمولا د واکمن ګوند د پریکړو د تصویب لپاره غونډه کوي.
د راپورونو له مخې، په دې ناسته کې به د هیواد پنځه کلن اقتصادي پلان هم په دقت سره وڅیړل شي چې د فبرورۍ په میاشت کې د ګوند په نهمه کنګره کې اعلان شوی و. #شمالي\_کوریا #کیم\_جونګ\_اون #سیاست