د کیڼ اړخي کاندید امانوئل ګرګوار د پاریس د ښاروالۍ په ټاکنو کې بریا خپله کړه. له دې مهمې بریا سره د پاریس ښاروالي تر یوې خورا سختې سیالۍ وروسته لا هم د کیڼ اړخو سیاستوالو په واک کې پاتې شوه.
فرانسوي رایه ورکوونکو د یکشنبې په ورځ د پاریس او سلګونو نورو ښارونو د ښاروالانو د ټاکلو لپاره د رایو صندوقونو ته مخه کړه. دا ټاکنې د ولسمشرۍ له ټاکنو مخکې د ګوندونو لپاره د یوه لوی سیاسي ازمون په توګه بلل کیږي.
امانوئل ګرګوار د رشیده داتي په ماتولو سره د فرانسې پر پلازمینه د سوسیالیستانو اوږدمهاله واکمني وغځوله. د مارسي په ښار کې هم کیڼ اړخي ښاروال بنوآ پیان په لوی توپیر سره بیا وټاکل شو او خپل ښي اړخی سخت دریځی سیال یې مات کړ. #فرانسه #پاریس #ټاکنې