د امریکا متحده ایالاتو د فضایی او هوایي چلند ملي ادارې یا ناسا د ځمکې سیارې تازه انځورونه شریک کړي دي. دا په زړه پورې انځورونه د آرتمیس دوه ماموریت د عملې لخوا اخیستل شوي او په ټولنیزو شبکو کې خپاره شوي دي.

په دې انځورونو کې د ځمکې پر مخ د انسانانو د فعالیتونو له امله رامینځته شوې بریښنایي رڼاوې په ښه توګه لیدل کیږي. همدارنګه په یوه انځور کې د لمر رڼا چې د ځمکې سیارې څنډه یې په ښکلي ډول روښانه کړې ده، ښکاري.

ناسا د امریکا یوه خپلواکه دولتي اداره ده چې د فضایي څیړنو د رهبرۍ لپاره فعالیت کوي. دا اداره د علمي اکتشافاتو او د الوتنې د ټیکنالوژیو د پراختیا مسئولیت لري او سپوږمۍ ته د انسان لیږلو په څیر تاریخي ماموریتونه یې ترسره کړي دي.

#ناسا #فضا #ځمکه #ساینس

🌐

Author