د ایران د پارلمان د رییس ستر سلاکار د ډونلډ ټرمپ د وروستیو خبرداریو په غبرګون کې د امریکا ولسمشر ته اخطار ورکړی چې تهران ته د تسلیمېدو لپاره یوازې شل ساعته وخت لري.
مهدي محمدي ټینګار کړی چې که داسې ونه شي امریکا او متحدین به یې له سختو ګوزارونو سره مخ شي. هغه ادعا کوي چې ایران په دې جګړه کې بریالی شوی او د یوه نوي امنیتي نظم د جوړېدو غوښتونکی دی.
دا په داسې حال کې ده چې ډونلډ ټرمپ د هرمز تنګي د خلاصولو لپاره وروستی مهلت ټاکلی او خبرداری یې ورکړی چې پراخ پوځي عملیات به پیل شي. په ورته وخت کې په تهران کې د نویو هوايي بریدونو راپورونه هم خپاره شوي دي.
#ایران #امریکا #منځنی\_ختیځ
🌐