په افغانستان کې ښځینه ښوونکې وایي چې جبري لیږدونو او د معاشونو کموالي ډیری میرمنې د دندو پریښودو ته اړې کړې دي. د طالبانو حکومت دا ښځې له خپلو استوګنځایونو څخه ډیرو لرې ښوونځیو ته په زور تبدیل کړې دي.
ښوونکې شکایت کوي چې د کم معاش سره سره اوس باید د موټر ډیره کرایه هم ورکړي. د دوی له ډلې ځینې چې د کورنیو یوازینۍ سرپرستې دي د معاشونو د ځنډیدو له امله له جدي مالي او اقتصادي ستونزو سره مخامخ شوې دي.
د ښځو د حقونو فعالان د طالبانو حکومت دا کار د ښځو د محدودولو لپاره یو سیستماتیک سیاست بولي. تر دې وړاندې د ښځینه ښوونکو معاشونه کم شوي وو چې پر هغوی یې رواني او اقتصادي فشارونه خورا زیات کړي دي.
#افغانستان #میرمنې #ښوونکې
🌐