د ایران د ملي امنیت عالي شورا له امریکا سره د اوربند د ټینګښت لپاره خپله لس ماده ییزه طرحه وړاندې کړې ده. په دې طرحه کې د ایران پر خاوره د تیري نه کولو په اړه د امریکا پر رسمي ژمنې ټینګار شوی دی.
تهران په دې طرحه کې د امریکا د ټولو بندیزونو او د ملګرو ملتونو د پریکړه لیکونو د بشپړ لغوه کیدو غوښتنه کړې ده. د یورانیمو د بډای کولو حق په رسمیت پیژندل او له سیمې څخه د امریکایي ځواکونو وتل د ایران نور مهم شرطونه دي.
تر اوسه امریکا دغې طرحې ته رسمي غبرګون نه دی ښودلی خو ولسمشر ټرمپ پوځي بریدونه په لنډمهاله توګه درولي دي. تمه کیږي چې د دواړو لوریو ترمنځ د سولې خبرې ډیر ژر پیل شي.
#ایران #امریکا #اوربند #سوله
🌐