د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په رسمي ډول اعلان کړی که چیرې پر هیواد یې بریدونه ودرول شي نو ایراني ځواکونه به هم خپل دفاعي عملیات ودروي. دغه دریځ سولې ته د تهران د لیوالتیا د یوې نښې په توګه تعبیر کیږي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه ژمنه کړې چې د هرمز له تنګي څخه به د کښتیو تګ راتګ د دوو اونیو لپاره خوندي وي. نوموړي د جګړې د پای ته رسولو په موخه د پاکستان د لوړپوړو چارواکو له سوله ییزو هڅو ستاینه کړې ده.
د امریکا ولسمشر د ایران دا رسمي بیان په خپلو ټولنیزو رسنیو کې خپور کړی خو نور جزئیات یې نه دي ورکړي. له دې وړاندې ټرمپ تهران ته ډیر سخت خبرداری ورکړی و.
#ایران #امریکا #سوله #هرمز
🌐