د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په زغرده له امریکا متحده ایالاتو غوښتي چې په سیمه کې د اوربند ټینګولو یا د جګړې دوام ترمنځ یو انتخاب وکړي.

نوموړي پر ټولنیزو رسنیو لیکلي چې نړۍ په منځني ختیځ کې د تریخو پیښو شاهده ده او امریکا نه شي کولی چې په ورته وخت کې هم د سولې ادعا وکړي او هم د جګړې ملاتړ وکړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې مخې ته راځي چې د نویو توغندیو د توغولو او د ایران لخوا د مهمو سوداګریزو لارو د بیا ځل تړل کیدو راپورونه ورکړل شوي دي.

#اوربند #ایران #امریکا

🌐

Author