افغان ورزشکارې او سوک وهونکې فرشته خاني وتوانیده چې د پاکستان د سوک وهنې په ملي سیالیو کې د اتلولۍ مقام او د سرو زرو مډال ترلاسه کړي. دا سیالۍ د پاکستان د بیلابیلو ایالتونو د ورزشکارانو په ګډون په حیدرآباد ښار کې ترسره شوې.

دې افغان ورزشکارې د مسابقو په پنځوس کیلوګرامه وزن کې ګډون کړی و. هغې د اتلولۍ په لاره کې د خپلو دریو پیاوړو سیالانو په ماتولو سره وکولای شول چې د سیالیو په لومړي مقام کې ودریږي او لویه ویاړنه ترلاسه کړي.

فرشته خاني په ټولنیزو رسنیو کې د خپلو انځورونو په خپرولو سره دا بریا د هیوادوالو لپاره یوه مهمه لاسته راوړنه بللې ده. په ورته وخت کې پخواني ولسمشر حامد کرزي هم هغې ته د دې سترې بریا مبارکي ویلې ده.

🌐 #افغانستان #ورزش #سوک\_وهنه #میرمنې

Author