د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د ایران له ولسمشر سره په ټیلیفوني اړیکه کې په سیمه کې د سولې او امنیت پر تامینولو ټینګار کړی دی. دا خبرې په داسې حال کې شوي چې د واشنګټن او تهران ترمنځ د مذاکراتو د بیا پیلولو هڅې روانې دي.

د لومړي وزیر د دفتر د معلوماتو له مخې، دواړو مشرانو د روان وضعیت او ډیپلوماټیکو خبرو په اړه نظرونه تبادله کړل. تر دې وړاندې ډونالډ ټرمپ د بحران د حل لپاره اسلام اباد ته د امریکایي پلاوي د راتګ خبر ورکړی و.

د پاکستان په منځګړیتوب د دې خبرو لومړی پړاو له کومې وروستۍ پایلې پرته پای ته رسیدلی و. ایراني چارواکو د سولې په پروسه کې د پاکستان د رول ستاینه کړې او د اړیکو پر پیاوړتیا یې ټینګار کړی دی.

#پاکستان #ایران #سوله #منځنی\_ختیځ

🌐

Author