“د ایران د پارلمان رئیس محمد باقر قالیباف ټینګار کړی چې ډونالډ ټرمپ غواړي د خبرو اترو میز د تسلیمۍ په میز بدل کړي. هغه زیاته کړه چې تهران به هیڅکله تر ګواښ لاندې مذاکرات ونه مني او هر ډول حالت ته چمتو دی.
قالیباف چې په پاکستان کې د ایراني پلاوي مشري کوله خبرداری ورکړ چې هیواد یې د نویو پوځي انتخابونو کارولو ته بشپړ چمتووالی لري. هغه امریکا د اوربند په ماتولو او د نوې جګړې د پیلولو په هڅو تورنه کړه.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر په اسلام اباد کې د اټومي تړون د لاسلیک کیدو خبر ورکړی و. خو د دغو مذاکراتو تیر پړاو پرته له کومې څرګندې پایلې او پرمختګ څخه پای ته رسیدلی دی.
#ایران #امریکا #سیاست