د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي ژیل برتران په یوه رسمي سفر کابل ته رسېدلی دی. نوموړي په دې سفر کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال سره پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړي دي.

د دې لیدنې اصلي تمرکز د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا، سوداګرۍ او د افغانستان او اروپایي هېوادونو ترمنځ دوامداره همکارۍ وې. د طالبانو حکومت چارواکو په دې ناسته کې د ستونزو د حل لپاره پر خبرو اترو او ډیپلوماسۍ ټینګار کړی دی.

دا د ځانګړي استازي په توګه د دندې له پیل راهیسې کابل ته د ژیل برتران درېیم سفر دی. اروپایي ټولنې تر اوسه د دې سفر د پایلو په اړه نور معلومات نه دي ورکړي.

#اروپایي\_ټولنه #طالبان #سیاست

🌐

Author