د اروپا پارلمان یوې مخکښې غړې هانا نیومن بروکسل ته د طالبانو حکومت د یوه پلاوي د سفر پر پلان سخته نیوکه کړې ده. هغې اروپایي چارواکي تورن کړي چې د اروپا په زړه کې د دې ډلې استازو ته سره غالۍ غوړوي.

ټاکل شوې چې دا سفر د اروپایي ټولنې له غړو هېوادونو څخه د افغان کډوالو د ایستلو پر بهیر د خبرو په موخه ترسره شي. مېرمن نیومن خبرداری ورکړی چې د کډوالو ایستل به یو ستر بشري ناورین رامنځته کړي.

د بشري حقونو د بنسټونو له سختو اندېښنو سره سره، څو اروپایي هېوادونه په زوره د افغانانو د ستنولو پر لارو چارو غور کوي. تر اوسه د اروپا کمیسیون لخوا کابل ته د طالبانو حکومت پلاوي د سفر رسمي بلنلیک نه دی لېږل شوی.

#اروپایي\_ټولنه #طالبان #افغان\_کډوال

🌐

Author