په جرمني کې د افغان ښځو د حقونو فعالانو یوه ایتلاف له حکومت څخه وغوښتل چې په ډیپلوماټیکو ماموریتونو کې د طالبانو د حکومت د نفوذ مخه ونیسي.

دغو فعالانو د یوه پرانیستي لیک په استولو سره خبرداری ورکړ چې له طالبانو سره تړلي کسان د کار زده کوونکو د جذبولو او خپلو شبکو د پراخولو هڅه کوي. دوی د افغان کډوالو امنیت ته اندیښمن دي.

هغوی د جرمني له حکومت څخه وغوښتل چې پر قونسلګرۍ خدماتو مالي او امنیتي څارنه زیاته کړي. فعالانو ټینګار وکړ چې د جرمني سیاست باید د بشري حقونو پر بنسټ وي.

#بشري\_حقونه #افغان\_ښځې #جرمني

🌐

Author