د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند تایید کړې چې د طلوع نیوز شبکې دوه خبریالان د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي. هغه وویل چې د منصور نیازي او عمران دانش دوسیې دا مهال د اړوندو بنسټونو تر جدي څیړنې لاندې دي.
دغه چارواکي د دې نیونې د لاملونو په اړه د نورو جزیاتو له ورکولو ډډه وکړه او خپاره شوي راپورونه یې ناسم وبلل. په ورته وخت کې باوري سرچینې وايي چې د دغو خبریالانو تر نیول کیدو وروسته لسګونو وسله والو استخباراتي ځواکونو د دې رسنۍ پر دفتر برید وکړ.
دې پیښې د خبریالانو د حقونو ملاتړو نړیوالو بنسټونو توند غبرګونونه راپارولي دي. د بښنې نړیوال سازمان د دغو کسانو نیول د بیان د آزادۍ ښکاره سرغړونه بللې او د ټولو زنداني رسنیزو فعالانو د سمدستي او بې قید او شرطه خوشې کیدو غوښتنه یې کړې ده.
#د\_بیان\_آزادي #طلوع\_نیوز #افغان\_رسنۍ
🌐