د طالبانو حکومت د بهرنيو چارو وزير اميرخان متقي په افغانستان کې د سره صليب نړيوالې کمېټې له نوي مشر يوهانيز بروور سره کتلي دي. په دې ليدنه کې پر دوه اړخيزو بشري همکاريو ټينګار شوى دى.
د طالبانو حکومت د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې په دې ليدنه کې د دواړو لورو ترمنځ اړيکې تاريخي بلل شوې دي. د طالبانو حکومت چارواکو د بشري مرستو په برخه کې له دې ادارې سره د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړى دى.
د سره صليب نوي مشر هم په خپلو خبرو کې ډاډ ورکړ چې د بشري خدمتونو پر دوام او نږدې همغږۍ به تمرکز وکړي. د غونډې په پاى کې د دې کمېټې د پخواني مشر د خدمتونو ستاينه هم وشوه.
#سره\_صلیب #د\_طالبانو\_حکومت #افغانستان
🌐