د اروپا پارلمان غړې هانا نیومن په هرات ولایت کې د ښځو نیولو ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې د طالبانو د حکومت سیاستونه هیڅ بدلون نه دی کړی.

هغې څرګنده کړه چې اروپایي هیوادونه باید د بشري حقونو سرغړونو ته په سترګو پټولو سره د طالبانو له حکومت سره د اړیکو عادي کولو په لټه کې نه شي.

میرمن نیومن خبرداری ورکړ چې د افغان ښهروندانو په ځانګړي ډول ښځو ځپل باید د چارواکو لپاره هیڅ ډول سیاسي انعام ونه لري.

#بشري\_حقونه #اروپا #افغانستان #ښځې

🌐

Author