له څلویښتو څخه زیاتو د بشري حقونو سازمانونو د اروپایي ټولنې چارواکو ته په یوه لیک کې له طالبانو سره د اړیکو د درولو غوښتنه کړې ده. دوی خبرداری ورکړی چې د اړیکو عادي کول کولی شي دغو چارواکو ته مشروعیت ورکړي.

دغو بنسټونو له اروپایي هیوادونو هم غوښتي چې د افغان کډوالو ایستل سمدستي ودروي. دوی ټینګار کړی چې د کډوالو په زوره ایستل له نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې دي او د خلکو ژوند په خطر کې اچوي.

په دې لیک کې په افغانستان کې د بشري حقونو پراخو سرغړونو او د ښځو پر وړاندې سیستماتیک تبعیض ته اشاره شوې ده. لاسلیک کونکو له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې د قربانیانو ملاتړ وکړي او طالبانو ته د سفارتونو د سپارلو مخه ونیسي.

🌐 #بشري\_حقونه #افغانستان #اروپایی\_ټولنه

Author