د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ د منځني ختیځ په سیمه کې له ټولو ښکیلو خواوو غوښتي چې د سولې پروسې ته ژمن پاتې شي. هغه ټینګار کړی چې پر دې ژمنو ولاړ پاتې کیدل د واشنګټن او تهران ترمنځ د مهمو خبرو اترو د بریالي پرمختګ لپاره خورا اړین دي.
د امریکا ولسمشر په خپله ټولنیزه شبکه کې په یوه پیغام کې څرګنده کړه چې نړیوالو بازارونو د وروستیو بدلونونو هرکلی کړی او د تیلو بیې د پام وړ ټیټې شوې دي. هغه زیاته کړه چې امریکا سولې ته ژمنه ده او تمه لري چې په ټولو جبهو کې، په شمول د لبنان او اسراییل، یو بشپړ اوربند ټینګ شي.
دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کیږي چې د امریکا او ایران استازي په سویس هیواد کې د سولې رسمي تړون لاسلیک کوي. د دې تړون له مخې، دواړه هیوادونه مکلف شوي چې په راتلونکو دوو میاشتو کې د اټومي پروګرام او نورو کلیدي مسایلو په اړه په بشپړو جزیاتو سره خبرې وکړي.
🌐 #دونالډ\_ټرمپ #منځنی\_ختیځ #سوله #ایران