د افغانستان الف کرکټ لوبډلې د درې اړخیزو سیالیو په خپله څلورمه لوبه کې د سریلانکا لوبډلې پر وړاندې د سلو او دریو منډو په توپیر ماتې وخوړه. په دې مهمه لوبه کې افغان لوبغاړي ونه توانېدل چې د کوربه لوبډلې له خوا ټاکل شوی هدف په بریالیتوب سره پوره کړي او لوبه یې بایلله.

حسن عیسی خېل فرمان الله صافی او بهیر شاه له هغو لوبغاړو څخه وو چې د لوبې د پایلې بدلولو لپاره یې ډیرې هڅې وکړې. خو د سریلانکا لوبډلې د توپ اچونې په برخه کې خورا پیاوړې لوبه نندارې ته وړاندې کړه او د افغان کرکټ لوبډلې د بریا مخه یې ونیوله.

دا درې اړخیزې سیالۍ د افغانستان هند او سریلانکا د الف لوبډلو ترمنځ د سریلانکا په کوربه توب ترسره شوې. افغان لوبډلې په پای کې د یوې بریا او دریو ماتو په ثبتولو سره په دې سیالیو کې خپل سفر پای ته ورساوه.

#افغان\_سپورت #کرکټ #ورزش

🌐

Author